د امریکا په سنټ لویس ښار کې لسګونه معترضین نیول شوي

د بلوا ضد پولیسو تېره شپه د امریکا په سنټ لویس ښار کې پر هغو مظاهره کونکو چې د یوه تورپوستي سړي د وژلو په پېښه کې تورن یوه پخواني پولیس ته د برات ورکولو په وړاندې د اعتراض په توګه درېیمه پرله پسې شپه راټول شوي وو، د مرچکو سپرې وشینډله او په لسګونو معترضین یې ونیول.

پرون یکشنبه په دې ښار کې مظاهره په سوله ییز ډول پیل شوه، خو یو شمېر معترضین تر ناوخته پاتې شوي وو، شنه بوټي یې شکول او د کړکیو ښیښې یې ماتولې.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوه قاضي د سپټمبر په ۱۵ فیصله وکړه چې جسن سټاکلي «Jason Stockley» چې درې کاله مخکې د سنټ لویس د پولیسو له ډیپارټمنت څخه وتلی و، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د انتوني لمرسمیټ «Anthony Lamar Smith» د وژلو په پېښه کې جرم نه دی کړی.

سټاکلي پرسمیټ د مخدره موادو د یوې مشکوکې معاملې وروسته چې په ډېر سرعت سره د تېښتې په حال کې و، پنځه واره ډزې وکړې.

د پولیسو په موټر کې د ایښودل شوې کمرې په ثبت شویو غږونو او تصویرونو کې ښکاري چې سټاکلي مخکې له دې چې پرسمیټ ډزې وکړي، وایي، «زه دې وژنم» څارنوالانو ویلي چې سټاکلي له ډزو وروسته یو ټوپک د سمیټ په موټر کې ایښی و.