مسؤلین: د ننګرهار د شېخ مصري صنعتي ځمکه د استوګنې نمرو ته ورکړل شوې

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، د شېخ مصري صنعتي پارک په ځمکو باندې د ښاورالۍ له خوا د ښار ګوټي جوړولو له امله، په دغه پارک د اقتصادي فعالیتونو مخه نیول شوې ده.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس شېرعلم امله وال نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه ځمکه پخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خوا صنعتي پارک ته توزېع شوې وه، خو اوس ښاروالۍ دغه ځمکه رهایشي یا د استوګنې نمرو ته ځانګړې کړې ده.

ښاغلي امله وال وویل:

"دغه ساحه هم رهایشي نمرو ته او هم تولیدي فابریکو ته توزېع شوې، اوس ګډ کمېسیون پر دې کار کوي، څو د صنعتي پارک ځمکه وژغوري."

ښاغلی امله وال وايي، د شېخ مصري په صنعتي پارک کې اته تولیدي فابریکې چمتو دي، څو فعالیت وکړي، خو د ښاروالۍ له خوا اجازه نه ورکول کېږي او دغې مسئلې د فابریکو مسؤلین له اندېښنو سره مخ کړي دي.

اوس مهال د ننګرهار د شېخ مصري په صنعتي پارک کې، ټولټال ۵۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري.