کورنیو چارو وزارت: د ننګرهار په اچین کې ۹ داعشیان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سخت دریځو ته په هوایي حملو کې د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

د دې وزارت له‎خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو په دغه هوایي برید کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش یوه تروریستي ډله په نښه کړې وه چې په نتیجه کې د دې ډلې نهه غړي ووژل شول.

په دغه برید کې د دغې ډلې وسلې او مهمات هم له‎منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د څلورو ماینونو د چاودنې مخه هم نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې په بغلان کې د پولیسو او وسله‎والو طلبانو ترمنځ په نښتو کې ۱۷ طالبانو ته د مرګ ژوبله خبره کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وسله‎والو مخالفینو غوښتل چې د سرخ کوتل په سیمه کې د چشمه شیر د لوې لارې امنیت ګډوډ کړي چې افغان ځواکونو یې په وړاندې تصفیوي عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۶ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‎ده اوښتي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.