ګوترس او ایراني مشرانو د کُردانو له ټولپوښتنې سره مخالفت ښودلی

په داسې حال کې چې د عراق په شمال کې پر کُرد مشرانو د خپلوکۍ لپاره د پلان شوې ټول‎پوښتنې یا ریفرانډام په اړه فشارونه په زیاتېدو دي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د ایران مشرانو له هغه سره مخالفت څرګند کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د سېپټمبر د ۲۵مې ټولپوښتنه به له هغه څه نه پام بلې خوا ته واړوي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سخت دریځې ډلې د ماتولو او د هم د دغې سخت دریځې ډلې څخه د نیول شوېو ښارونو د بیارغولو لپاره ورته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د عراق پر ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي تاکید وکړ او ویي ویل چې د فدرال حکومت او د عراق د کُردستان د سیمي‎ییزې ادارې ترمنځ ټول لاینحله موضوعات دې د اغیزمن او پراخ ډیالوګ له لارې هوار شي.

د ترکیې او ایران په ګډون د عراق ګاونډیانو چې په‎کې کُردان د اقلیت په توګه اوسي، هم له دغې ټولپوښتنې سره مخالفت څرګند کړی دی.

لویدیځوالو بیا اندیښنه څرګنده کړې چې په دې سره ښایي په سیمه کې نوې شخړې راپورته شي.