د لندن مېټرو کې د بمي حملې په تړاو یو بل کس هم نیول شوی

د بريټانیا پولیس وايي، د لندن په مېټرو کې یې د بمي حملې په تړاو یو بل کس هم نیولی دی.

د لندن ښاري پولیسو پرون وویل چې دا کس ۲۱ کلن دی او د لندن په لویدیځ کې نیول شوی دی.

د دغه نیول شوي کس په اړه زیات معلومات نه‎دي ورکړل شوي.

پولیسو وروسته له هغه د یاد کس د نیولو اعلان وکړ چې مخکې یې د لندن په یوه هستوګنه سیمه سن بري کې د تلاشۍ خبره کړې وه.

د شنبې په ورځ پولیسو په دوور بندري ښار کې د لندن د میټرو د بمي حملې په تړاو یو کس نیولی و چې دا یې په دې قضیه کې مهم پرمختګ هم یاد کړ.

د جمعې په ورځ د لندن په مېټرو کې په یوه بکس کې ځای پر ځای شویو بمونو ته چاودنه ورکړل شوې وه چې ۳۰ کسان یې ټپيان کړل.

داعش د دې برید مسؤلیت په غاړه واخېست خو پولیسو دا ادعا تر اوسه نه‎ده تائید کړې.