ټېلرسن: امریکا کولای شي د پاریس په اقلیمي بدلون کې پاتې شي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي، هېواد یې کولای شي په مناسبو شرایطو کې د پاریس په اقلیمي بدلون کې پاتې شي.

ټیلرسن پرون سي بي اس ټلویزیون ته وویل:

"ولسمشر ټرمپ ویلي چې لېواله دی داسې شرایطو ته ورسېږي څو په هغه څه کې چې نور هېوادونه یې د ټولو ګډه ننګونه بولي ګډون ولري."

د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار اېچ ار مک مسټر پرون په ورته ټلویزیوني مرکه کې وویل چې ولسمشر ټرمپ تل په اقلیمي تړون کې د ځینو بدلونونو غوښتونکی دی.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جون میاشت کې وویل چې د پاریس له اقلیمي تړون وځي خو په دغه تړون کې یې د نورو شرکتونو او امریکايي کارکوونکو په مخ د خبرو ور پرانیستی پاتې کړ.