د کندهار د سرپوزي زندان يو شمېر زندانيانو خپلې خولې ګنډلي

د کندهار د سرپوزي زندان د سياسي او جنايي بلاکونو شپږو تنو زندانيانو د يکشنبې په ورځ خپلي خولې له دې امله وګنډلې چي په خبره يې د دوی دوسيو ته پر وخت رسيده‎ګي نه کېږي او د ولسمشر د بخښنې په فرمانونو کې هم دوی ته د شموليت حق نه ورکول کېږي.

د اعتصاب کوونکو زندانيانو يوه استازي ازادي راډیو وویل، چي د دوی ملګري چې په عیني بند محکوم شوي وو، له زندانه ازاد شوی خو دوی نه د ولسمشر د عفې په فرمانونو کې نيول شوي او نه يې هم د بند د مودې د پای ته رسېدو راهيسي، د ازادېدو په اړه اقدام شوی

خو د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس د زندانيانو د اعتصاب موضوع ردوي.

د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوهشان وایي چې د زندانيانو د اعتصاب په اړه دوی ته تر اوسه معلومات نه دي رسېدلي، خو د فرمانونو د ځنډ علت ناسم شفافيت او په دغه پروسه کې د صلاحيتونو محدوديت دی او په خبره یې چې د دې ستونزې د هواري لپاره يې هڅې پیل کړي دي.

تر دې وړاندي هم د کندهار په ګډون په يو شمېر زندانونو کي زاندانيانو خپلو دوسيو ته د نه رسيدګۍ په موخه په بېلا-بيلو ډولونو اعتصابونه کړي.