د سپین غر زمریان د کرکټ له ښپږيزه لیګ سیالیو ووته

د سپین غر زمریانو لوبډله د کرکټ شپږیزې لیګ سیالیو کې له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

سپین غر زمریانو لوبډلې د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې د مس عینک اتلانو څخه په ۷ وکټو ماتې وخوړه او د شپږیزې لیګ سیالیو کې يې د دوو بریاوو او درې ماتو سره له دغو سیالیو بهر شوه.

د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وګټله او د سپین غر زمریانو لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه چې د سپین غور لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې لوبډلې مس عنیک اتلانو ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د مس عینک اتلانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اوور کې پوره کړ او سپین غر زمریانو لوبډلې ته یې په ۷ وکټو ماته ورکړه.

د يادونې ده چې مس عینک اتلانو، کابل بازانو، بند امیر ښامارانو او بُست ساتونکو لوبډلو په ډېرو بریاوو سره، د دغو سیالیو دویم پړاو ته لار پیدا کړه او د امو نهنګانو او سپین غر زمریانو لوبډلې، بیا له دغو سیالیو بهر شوې.