په زابل کې د يوې ترافیکې پېښې له امله درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال وایي چې پېښه نن غرمه د زابل د ښار صفا ولسوالۍ د کاريزي په سیمه کې د يوه ۴۰۴ بس او فلډر موټر تر منځ شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دی.
سيال وایي، لومړنیو پلټنو ښوولې چې پېښه د موټر چلونکو د بې احتېاطۍ له امله شوې.
۴۰۴ ډوله موټر د میوند وردګ د ټرانسپورټي شرکت اړوند دی او موټر چلوونکی يې د پېښې له ځايه تښتیدلی دی.
د کابل- کندهار پر لويه لار اکثره مهال ترافیکې پېښې د موټر چلونکو د بې احتياطۍ او د سړک د خرابوالي له وجي رامنځ ته کېږي.