چارواکي: په غزني کې ۸ سیمه ییز پولیس او ۶ وسله وال وژل شوي

د غزني ولایت چارواکي وايي، تېره شپه په ده یک ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې په نتيجه کې، ۸ سیمه ییز پولیس او ۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د پوليسو وياند وايي چې جګړه هغه وخت پيل شوه چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفینو د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر يوه امنیتي پوسته ډله يیز بریدونه وکړل.

د پولیسو ویاند فهیم امرخېل نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې نښته کې ٤ پوليس او د دولت ۸ تنه وسله وال مخالفین ټپیان شوي هم دي

د غزني د پوليسو وياند وايي چې دغه پوستې د دوى په لاس کې دي او وضعيت کنټرول شوى دى.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، د ۱۰ پوليسو د وژل کېدو ادعا کړې ده.