روسیه کې د "باشقېر" د رسمي مؤقف د ملاتړ لپاره لاریون وشو

د روسیې د باشقېرستان جمهوریت په پلازمېنه اوفا کې یو شمېر خلکو د خپلې مورنۍ ژبې، باشقېر د رسمي مؤقف د ملاتړ لپاره لاریون وکړ.

لاریون کوونکو پرون شنبه غوښتنه وکړه چې د دې جمهوریت په ابتدائیه ښوونځیو کې باشقېر ژبه تدریس شي.

د لاریون تنظیمونکو ویلي چې تر ۲۰۰۰ زیات خلک ورغلي وو او د پولیسو تر کلکې څارنه لاندې یې د خپلې مورنۍ ژبې په ملاتړ کې غږ اوچت کړ.

د پولیسو له لوري د لاریون کوونکو د توقیف یا تشدد رپوټ لا نه‎دی ورکړل شوی.

ویل کېږي چې پولیسو د لاریون په پای کې له یوه تنظیمونکي غوښتنه کړې وه چې په لاریون کې د خپل رول په اړه معلومات ورکړي، خو لاریون کوونکو د دې مخنیوی وکړ او د لاریون تنظیمونکی یې د پولیسو له پوښتنو خلاص کړ.

په اوفا کې پرونی لاریون د باشقورت په نوم یوه غیر راجسټر شوي سازمان تنظیم کړی و.