د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن له کابله مزارشریف ته ولاړ

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن له کابله مزارشریف ته ولاړ.

اجرائیه ریاست د دې سفر په اړه په خپرې کړې خبرپاڼې کې څرګندوي چې عبدالله عبدالله به د شهید اوونۍ په مراسمو کې برخه واخلي او د بلخ د والي عطا محمد نور په ګډون به د بلخ له یو شمېر مسؤلانو سره وګوري.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د اجرائیه رئیس او د بلخ د والي ترمنځ په وروستیو کې د یو لړ اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو.