په ننګرهار کې د کبانو د روزنې لپاره څه باندې شل حوضونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه حوضونه د کبانو د صنعت د ودې په هدف په بهسود او سره رود ولسوالیو کې جوړ شوي دي:
"په ننګرهار کې د کبانو د روزنې صعنت کم لګښت لري او ډېر زیات عاید لري او دغه راز په دغه ولایت کې د کبانو غوښه ډېر زیات خوښونکي لري او د بازار موندنې په برخه کې د کبانو د فارمونو مسؤلین کومه ستونزه نه لري."
رحیمزی وايي چې دغه حوضونه د کرنې وزارت له لورې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
نوموړی وایي چې هر حوض د کبانو د یو ټن غوښې د تولید ظرفیت لري.