روسیي له امریکا غوښتي چې د ایران د اټمي تړون ملاتړ وکړي

په ملګرو ملتو کې د روسیې سفیر د امریکا متحد ایالتونه وهڅول چې د ایران د اټمي لانجې په اړه په راروانه غونډه کې د شوي اټمي تړون ملاتړ وکړي.

تمه ده چې د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي غونډې ترڅنګ د ایران د اټمي تړون په ارتباط، د امریکا، روسیې، چین، فرانسې، جرمني، بریتانیا او ایران استازي خبرې وکړي.

ویسلي نیبینزیا په نیویارک کې پرون خبریالانو ته وویل، د ایران د اټمي تړون په اړه دا یوازې د روسیې نظر نه دی، له امریکا پرته د دغه تړون د ټولو برخه والو نظر دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې د ایران اټمي تړون یو له هغو خرابو تړونونو څخه دی چې د ده ترسترګو شوی دی او دا تړون باید نه وای شوی.

ټرمپ دا هم ویلي دي چې تاسو به وګورئ چې په دې اړه زه د اکتوبر په میاشت کې څه کوم.