د رومانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه عسکر د وژل کېدو خبر تائید کړ.
د رومانیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په کندهار کې په چادونه کې دوه رومانیايي عسکر چې د ناټو ترمشرۍ لاندې، د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې یې خدمت کاوه، زخمیان شوي دي.
پرون جمعه چې رومانیايي عسکر په کندهار کې په ګزمه بوخت وو او د چاودېدونکو موادو ډک موټر د هغوی د ګزمې له موټرو سره ټکر وکړ.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړماموریت مسئولانو په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو او د هغوی د ځواکونو د ګزمې له موټرو سره یې تکړ کړی دی.
د ناټو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کندهار کې د پرونۍ چاودنې له امله یې "کم شمېر" عسکرو ته زیان رسېدلی دی، خو د وژل شوو یا زخمیانو شمېر او د هغوی هویت یې نه دی څرګند کړی.
د حملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی او ادعا یې کړې چې بهرني ځواکونه پکې وژل شوي دي.
د رومانیا دفاع وزارت په خپله پرونۍ خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات نه لري او زیاتې وسله والې حملې د هغه هېواد په ختیځ او جنوبي ولایتونوکې کېږي.