مستغني: ولسمشر غني سبا یکشنبه نیویارک ته ځي

ولسمشر غني په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ملتونو د عمومي اسامبلې د دو اویایمې غونډې، په عمومي کلني بحث کې چې د سې شنبې په ورځ دی، د ګډون لپاره متحدو ایالاتو ته ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکېب مستغني بېګا ازادي راډیو ته وویل:

"په دې سفر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جلالتمعاب ولسمشر سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او په نیویارک کې یو لوړ رتبه دولتي پلاوی مګلري دي، جلالتمعاب ولسمشر به دملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د وینا ترڅنګ په یوشمېر غونډو کې برخه واخلي او د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره به خبرې وکړي."

د ملګرو ملتونو سازمان د ویب سایټ په حواله، د سازمان د غړو هېوادونو غونډې د تېرې سې شنبې په ورځ پېل شوې خو عمومي بحث به یې د سې شنبې په ورځ وي.

د سازمان د غړو هېوادونو استازو پرون د انسانانو د قاچاق د مخنیوي پرلاروچارو ، په جګړې ځپلو هېوادونو کې د سولې د ټینګولو او غیر قانوني مهاجرتونو بحثونه کړي دي.