په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ د پاکستان له نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي او د افغانستان و پاکستان د دوه اړخیزو اړیکیو په ګډون یې په لړ مسائلو خبرې کړي دي.
د پاکستان د سترې محکمې له خوا د مخکیني صدراعظم نواز شریف د نااهله کېدو او د صدراعظم په توګه د شاهد خاقان عباسي تر ټاکل کېدو وروسته دا د افغان سفیر او د پاکستان د صدراعظم لومړی لیدنه وه.
ښاغلي زاخېلوال په دې پر خپلې ټویټر پاڼې په دې اړه لیکلي:
Called on PM Shahid Khaqan Abbasi today. Discussed current state of Afghan-Pak relations, steps to improve on them; & for peace&stability. pic.twitter.com/0A4DZ58bZL
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) September 15, 2017
"نن مې د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره ولیدل او د پاکستان و افغانستان په اوسنیو اړیکو، د دغو اړیکو پر پراختیا او سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې."