پوتین د روسیې او بیلاروس له ګډو پوځي تمرینونو نه لیدنه کوي

ولسمشر ولادیمیر پوتین په پام کې لري چې د راروانې دوشنبې په ورځ د زاپاد ۲۰۱۷ Zapad په نوم د روسیې او بیلاروس د ګډو پوځي تمرینونو لیدو ته ولاړ شي.

د کریملېن ویاند دیمیتري پیسکوف نن اعلان وکړ چې پوتین به په لینینګراد ښار کې له یوې پوځي قرارګاه څخه د دې ستراتیژیکو تمیرینو ننداره وکړي.

په همدې حال کې د بېلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشنکا یوې ویاندې هغه راپورونه رد کړل چې وايي، نوموړي لومړی غوښتل د روسیې په قلمرو کې د دې تمرینونو لیدو ته ولاړ شي خو وروسته یې خپل نظر بدل کړ.

ناتالیاایسمونت Natallya Eismont نن د بیلاروس دولتي خبري اژانس ته وویل لوکاشنکا ته رسمي بلنه نه ده ورکړل شوې چې د دې تمرینونو لیدو ته روسیې ته ولاړ شي.