د ایران یوه جګپوړي پوځي مقام پر واشنګټن تور لګولی دی چې د ایران د پوځي ساحو د تفتیش د غوښتنې په مطرح کولو سره د لوېدیځ او تهران د اټمي موافقې د فسخ کولو لپاره پلمې لټوي.
د پوځ قوماندان او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شامخاني دا څرګندونې نن پر دولتي ټلوېزیون وکړې ویې ویل چې د ایران د قلمرو په هیڅ برخه کې پټ اټمي فعالیتونه نه کېږي.
نوموړي هغه مسایل چې د امریکا له خوا مطرح کېږي، د رسنیو د اعتیاد په نوم یاد کړل او ویې ویل، د امریکایانو هدف دا دی چې په دې پلمه پر خپلو مکلفیتونو سترګې پټې کړي.
د شامخاني له خوا دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې واشنګټن وویل، د ایران د اټمي موافقې له مخې د لګېدلو بندیزونو نرمولو ته به دوام ورکړي خو د بالستیک توغندیو د پروګرام له وجې د دې هېواد پر ځانګړو افرادو او موسسو نوي بندیزونه لګوي.
د متحدایالاتو او ملګروملتونو څارونکو ویلي دي چې ایران د نړۍ له شپږو لویو قدرتونو سره پر خپله موافقه عمل کړی دی.