شمالي کوریا نن یو ځل بیا یو راکټ ازمویلی دی.

شمالي کوریا نن یو ځل بیا یو راکټ ازمویلی دی.

دا راکټ د جاپان له هوکایډو ټاپو تېر شوی دی.

د جنوبي کوریا دفاع وزارت ویلي چې دغه راکټ په ۷۷۰ کېلومتره اعظمي ارتفاع کې ۳۷۰۰ کېلومتره واټن وهلی او په ارام سمندر کې د جاپان له ساحلونو ۲۰۰۰ کېلومتره لرې لوېدلی دی.

د جنوبي کوریا چارواکو د دغه راکټ وهلي مزل او ارتفاع ته په کتو ویلي چې کېدای شوای ان د امریکا ګوام ټاپو ته هم رسېدلی وای.

خو امریکا متحده ایالتونو د شمالي کوریا له خوا د دغه راکټ تر ازمویلو وروسته په چین او روسیې غږ کړی چې د شمالي کوریا د دغه کار د مخنیوي لپاره دې مستقیم عمل وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تازه په یوه بیان کې ویلي چین د شمالي کوریا د تېلو زیاته برخه برابروي او روسیه هم د شمالي کوریا د کارګرانو تر ټولو لویه استخداموونکې ده.

د امریکا دفاع وزارت بیا ویلي ویلي چې د شمالي کوریا دغه راکټ د ګوام ټاپو او د امریکا نورو سیمو ته کوام ګواښ نه دی متوجه کړی.

د شمالي کوریا چارواکو پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه بندیزونو په غبرګون ګواښ وکړ چې جاپان به غرق کړي او امریکا به په ایرې بدله کړي.

جاپان ویلي د شمالي کوریا دغه کار ته به مناسب ځواب ورکړي.