روسیه: په سوریه کې د څلورمې امنیتي ساحې موافقه نېږدې شوې

روسیه وايي چې په سوریه کې د څلورمې امنیتي ساحې د رامینځ ته کولو لپاره موافقه نېږدې شوې ده.

د روسیې جګپوړي مرکچي الکساندر لاورینتییف Aleksandr Lavrentyev پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې د خبرو د شپږم پړاو د دوه ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې د دې خبرو دوه مهم ملاتړ کوونکي- ایران او ترکیه د کړکېچ د کمولو په نوم د امنیتي ساحې د رامنځ ته کولو لپاره د موافقې لاسلیکولو ته ډېر نژدې شوي دي.

تمه ده چې د استانې د خبرو په نتیجه کې به د ترکیې سرحد ته نېږدې په ادلیب ښار کې د څلورمې امنیتي ساحې د رامنځ ته کولو پر پلان موافقه وشي.

روسیې له دې مخکې په سوریه کې درې دا ډول ساحې چې هدف یې د ښکېلو ډلو ترمنځ د تشدد کمول دي جوړې کړې دي.

روسیه او ایران د سوریې په جګړه کې چې په ترڅ کې یې له درې لکه او دیرش زرو زیات خلک وژل شوي، د ولسمشر بشاراسد د حکومت او ترکیه او متحد ایالات د حکومت د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ کوي.