په مسکو او سنت پټرزبرګ کې د بمي چاودنو ګواښونه ترلاسه شوي

روسي چارواکي وایي، نن یې په مسکو او سنت پټرزبرګ کې د ټلیفون له لارې د بمي چاودنو ګواښونه ترلاسه کړي دي.

د مسکو پولیس وایي، په پلازمېنه کې د دغو بمي بریدونو د ګواښونو له کبله د اتو ښونځیو څه باندي ۹۰۰۰ کسان تخلیه شوي دي.

سلګونه کسان په سنټ پټرز برګ کې له بېلابېلو پلورنځایونو څخه ایستل شوي دي.

د سپټمبر پر لسمه نېټه هم د نامعلوم لوري څخه ورته ټلیفوني اړیکې ددې سبب شوې چې د روسیې په څو ښارونو کې د ښونځیو، پلورنځایونو، تیاتر او پوهنتونونو څخه خلک د خوندیتوب په هدف وایستل شي.

په دې قضیو کې تر اوسه کوم بم نه دی موندل شوی.

د سپټمبر پر لسمه د ښاروال دفتر ته د نامعلوم کس لخوا پر ټلیفون ویل شوي وو چې په هغې ودانۍ کې بم دی.

د پولیسو سرچینې وایي د سپټمبر پر ۱۳ نېټه تر ۶۵ ځله بمي ګواښ وروسته د شااوخوا ۷۰ ودانیو څخه څه باندي ۱۰۰ زره کسان تخلیه شول.

پولیس وایي، په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.