کاظمي: په ۱۵ ولایتونو کې ۶۷ قاچاق وړونکي نیول شوي دي

په تېره څه کم یوه اوونۍ کې په ۱۵ ولایتونو کې ۶۷ قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی ځواکونو تر یوې اوونۍ په کمه موده کې د ۶۶ عملیاتو په ترڅ کې چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره شوي دي، دوه ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد او ۶۷ قاچاق وړونکي نیولي دي:

"په ۶۷ نیول شویو قاچاق وړونکو کې ۲۲ تنه یې یوازې په کابل کې نیول شوي دي، ځکه موږ له کابل ښار څخه د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو او پرچون خرڅوونکو پاکوالي ته لومړیتوب ورکړی دی چې له نېکه مرغه په دې اوونۍ کې ټاکل شوی هدف تر لاسه شوی دی، په مجموع کې مو د دې اوونۍ په ترڅ کې د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو تر څنګ دوه ټنه نشه يي او کېمیاوي مواد هم نیولي دي."

ښاغلی کاظمي وايي، په راتلونکې اوونۍ کې به په کابل ښار کې له نشه يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو له خوا د نشه يي موادو د قاچاق وړونکو او پرچون خرڅوونکو د نیولو عملیات په همدې ډول دوام وکړي.