په استانه کې د سوریې د سولې خبرو شپږم دور نن پیل شو

د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې خبرو شپږم دور نن پیل شو.

دغه دوه ورځنۍ خبرې چې د روسیې، ایران او ترکیې په ملاتړ پیل شوي په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د سولې له مذاکراتو جلا دي.

روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پلاوی نن سهار د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له استازي سټیفن دې مستورا سره لیدلي او ټاکل شوې د ورځې په اوږدو کې دغه روسي پلاوی د استانې په خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو له څارونکي پلاوي سره هم وګوري.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې، ترکیې او ایران استازي به په دې مذاکراتو کې د سوریې په حایل سیمو کې د ګډو ځواکونو پر ځای پرځای کېدو تمرکز وکړي.