امرخېل:ماین چاودنې د غزني د جغتو امنیه قوماندان وژلی

محمد اسحاق جلیلي

د غزني ولایت سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قوماندان محمداسحاق جلیلي نن سهار اته بجي د سړګ غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند فهیم امرخېل نن پنجشنبه ازادي راډيو وویل چې د امنیه قوماندان محمد اسحاق جلیلي موټر هغه مهال د سړک غاړې ماین باندې وربرابر شو کله چې نوموړي په یاده ولسوالۍ کې د خپلو امنیتي پوستو څخه لیدنه کول.

نوموړی وايي په یاده چادونه کې بل کوم چاته زیان دی اوښتی.

تر دا مهاله د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.

په یوه بل خبر کې راغلي د غزني په یو شمېر ولسوالیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د اغا محمد په نامه د طالبانو د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او درې تنه یې ټپیان دي.

د دغه ولایت درېیمې پلي لېوا ویاند محمد حنیف رضايي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه هوايي بریدونه تېره ورځ د غزني ولایت په اندړو، ده یک او واغظ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر پټن ځايونه شوي دي.

نوموړي زیاتوي د دغو طالبانو ګڼې سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.