د بسونو هغه کاروان چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال یې لېږدول او د سوریې په یوه دښته کې بند پاتې وو، د دغې سخت دریځې ډلې تر کنټرول لاندې سیمې ته ورسېد.
په دې اړه مخکې داعش له حزب الله او د سوریې له حکومت سره معامله کړې وه.
دغه خبر پرون ناوخته د سورېي د بشري حقونو څارونکې ډلې چې دفتر یې په بریتانیا کې دی، ورکړ.
دغه بسونه څو اوونۍ په دښته کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو چې په سوریه او عراق کې پر دغې سخت دریځې ډلې حملې کوي، د څارنې له امله بند پاتې و.
دغه ائتلاف د دمشق له دغې معاملې سره چې د حزب الله د یوه بندي د خوشې کېدو په بدل کې تر دیرالزور پورې دغو سخت دریځو ته په خوندي توګه د تلو لاره ورکوي، مخالفت کړی و.
وروسته له هغې چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د روسي چارواکو په غوښتنه پر دغه کاروان له څارنې لاس واخېست، شاوخوا ۲۰۰ وسله وال او ۲۰۰ ملکیان د سوریې تر دې ختیځ ښاره پورې ورسېدل.
د دغې معاملې له مخې دغه راز د ایران ملاتړې حزب الله ډلې د خپلو څو وژل شوېو غړېو مړي او د هغو نهو لبناني سرتېرو د جسدونو پاتې شونې ترلاسه کړل چې په ۲۰۱۴ میلادي کال یې برمته کړي و.
دیرالزور په سوریه کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش وروستۍ پیاوړی مرکز دی.