د ناسا یوې څیړنیزې سپوږمکۍ ویجاړېدو ته څو ساعته پاتې دي

د کازیني په نوم د امریکا د فضایي څېړنو د ادارې ناسا هغه څیړنیزه سپوږمکۍ چې د زحل د سیارې پر مدار څو کاله راڅرخېدلې ویجاړۍ ته یې څو ساعته پاتې دي.

د ناسا چارواکو وویل چې دغه سپوږمکۍ نن وروستی ماموریت سرته رسوي او سبا به د زحل اتموسفیر ته دننه او وبه سوځېږي.

کازیني لږ تر لږه ۳۰۰ ځلي د دغې لویې سیارې پر مدار را څرخیدلې، عکسونه یې اخیستي، د هغې او ستورو په اړه یې څېړنه کړې ده.

کازیني په دې موده کې په زحل کې د مایع میتان ګازو او په لاندنۍ برخه کې یې د مشکوکو اوبو د سمندرونو په اړه ستر کشفیات کړي دي.

ناسا ویلي، مخکې له دې چې کازیني ویجاړه شي، د فعالیت تر وروستۍ شېبې به چې سوځي هم عکسونه او نور معلومات ځمکې ته را مخابره کړي.