د ملګرو ملتونو عمومي منشي د برما یا میانمار پر چارواکو غږ کړی چې په هغه هېواد کې د مسلمان اقلیت په وړاندې تاوتریخوالی ختم کړي.
انتونیو ګوترس د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډي ته وویل:
"زه د میانمار پر چارواکو غږ کوم چې پوځي اقدامات ودروي، تاوتریخوالی ختم کړي. د قانون ملاتړ وکړي او د ټولو هغو کسانو د بېرته ورتګ حق وپېژني چې له هغه هېواده وتلو ته اړ شوي دي. زه پر هغوی ټینګار کوم چې د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو غیر دولتي ادارو لهخوا د مهمو مرستو رسول ډاډمن کړي. "
د برما مشره اونګ سان سوچي په هغه هېواد کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د چلند له کبله له سختو نړیوالو انتقادونو سره مخامخ ده.
د تېرې میاشتې راهیسې چې د برما په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې تشدد پیل شوی، شاوخوا ۳۸۰ زره روهینګیا مسلمانان بنګله دیش ته تښتیدلي دي.
د برما حکومت وایي، دوی د روهینګیا د یاغیانو لهخوا د هغو بریدونو ځواب ورکړی چې پر امنیتي پوستو یې کړی وو او د ملکي خلکو په نښه کول ردوي.
تېره ورځ د برما د حکومت یوه ویاند ویلي و چې انګ سان سوچي به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون ونهکړي او د خپل هېواد ستونزو به هواري کړي.