بېلاروس: زاپاد تمرینات به د نړیوالو موافقتنامو سره سم ترسره شي

Ukraine - Ukraine has strengthened control on the border with Belarus, in connection with the exercises "Zapad-2017", 4Sep2017

د بېلاروس د دفاع وزارت وایي، د زاپاد په نوم د دغه هېواد ګډ پوځي تمرینات به د نړیوالو موافقتنامو سره سم ترسره شي.

د بېلاروس د دفاع وزارت د نړیوالو همکاریو د څانګې مشر جنرال الی وی ناو Aleh Voinau د چهارشنبې په ورځ په منسک کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دغو ګډو پوځي تمریناتو کې به د پوځي پرسونل او وسایطو شمېر له هغه ډېر نه وي چې د نړیوالو تړونونو او موافقت‎نامو له‎خوا ټاکل شوي دي:

"د هغه پرسونل ټولیز شمېر چې د ۲۰۱۷میلادي کال په زاپاد Zapad پوځي تمرینونو کې ګډون کوي تقریباً ۱۲۷۰۰ ته رسېږي. په هغو ۱۰ زره او دوه سوه سرتېرو کې چې په تمریناتو کې ګډون لري، څه باندې اوه زره یې د بېلاروس او شاوخوا درې زره د روسیې سرتیري دي. "

دغه بېلاروس جنرال ټینګار کوي چې د تمریناتو لپاره یې داسې سیمي انتخاب کړي چې له پولو لېرې دي، څو د اوکراین پولنډ، لیتوانیا او لاتویا له‎خوا د اندیښنې سبب نه‎شي.

نوموړي دا هم ویلي چې د بې باورۍ او شخړو رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره یې هېواد نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو بلکه د استونیا او هم د سویډن او ناروې څخه استازي ورغوښتي دي چې د دغو تطبیقاتو څارنه وکړي.

ټاکل شوې دغه پوځي تمرینونه د سیپټمبر پر ۱۴ مه یانې نن پیل او د همدې میاشتې تر شلمې نېټې دوام وکړي.

دغه تمرینونه په بېلاروس او د روسیې په ځینو لویدیځو څنډو کې کېږي.

تر دې وړاندې په اروپا کې د امریکا د پوځ د هوایي ځواک یوه جنرال ویلي و چې مسکو په دې تطبیقاتو کې شفافیت له پامه غورځولی ځکه اجازه نه ورکوي چې لویدیځ څارونکي ګډون په کې وکړي.