د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.
د کریملین د رسنیو دفتر تائید کړه چې دواړو مشرانو د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې سره ولیدل، خو د هغوی د خبرو په اړه یې جزئیات نهدي ورکړي.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخائیل بوګدانوف Mikhail Bogdanov ویلي و چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به له ولسمشر پوتین سره په خبرو کې د سوریې او په عمومي ډول د منځني ختیځ پر شخړو، د ایران اټمي پروګرام او هم په عراق او فارس خلیج کې پر روان وضعیت تمرکز وکړي.
دا لیدنه داسې مهال شوې چې ټاکل شوې یوه ورځ وروسته د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې د روسیې، ایران او ترکیې په منځګړیتوب د سوریې د سولې خبرو شپږم پړاو پیل شي.
د روسیې، ایران او ترکیې استازي د دغو دوو ورځنیو خبرو لپاره آستانې ته رسیدلي دي او د چهارشنبې په ورځ یې خپل منځۍ غونډې کړي دي.
دا په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د سولې له خبرو جلا دي.