ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د پکتیا ولایت ته سفر وکړي او د هغه ولایت له چارواکو سره وګوري.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې ازادي راډیو ته تائید کړه چې ښاغلی غني نن پکتیا ته ځي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې د پکتیا ولایت اوسیدونکي د زورواکو لهخوا د ځمکو د غصب په اړه شکایت لري او حکومت تورنوي چې په دې برخه کې یې له خلکو سره همکاري نهده کړې.