د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وکړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن له غرمې وروسته شااوخوا درې بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیه اړوند د مالوچو کوڅې په سیمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه ماین د سبزيو په یوه دکان کې ځای پرځای شوی و چې شپږ واړه ټپيان ملکي وګړي دي.
نوموړی وايي، ټپيان د درملنې په خاطر د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي او په خبره يې روغتيايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه هيڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.