پوهنې وزارت: د خیالي ښوونکو، ښوونځیو او ساختماني پروژو مخنیوی کوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د "خیالي " ښوونکو، ښوونځیو او ساختماني پروژو په نوم به د پیسو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

په افغانستان کې د «پیک» په نوم یوه څېړنیز مرکز په وروستیو کې خبر ورکړ چې داسې پټ راپورونه ورته رسېدلي چې له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۳ هجري لمریز کال پورې د افغانستان په معارف وزارت کې د زرګونو خیالي ښوونکو، ډېرو ښوونځیو او ساختماني پروژو په نوم ډېرې پېسې ضایع شوې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال سردار محمد رحیمي سې شنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې دا د مخکنۍ ادارې کار دی او نوې ادارې د فساد پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې ده.

سردار محمد رحیمي وویل:

"په وروستیو دوو کلونو کې د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې شوې او یو څه پرمختګ هم شوی، یو شمېر نړیوالې ادارې هم مرسته راسره کوي،څود داسې غیر اصولي لګښت مخنیوی وشي."

د افغانستان د پوهنې ورازت مرستیال وویل چې له اداري فساد سره مبارزه اسان کار نه دی، نو د ټولو چارو سمول وخت نیسي.