د عراق پارلمان پرون سې شنبه په رأیو اچونې سره د کردانو د خپلواکۍ په اړه د را روانې ټولپوښتنې پلان رد کړ.
پارلمان همداراز د عراق صدراعظم حیدر العبادي ته واک ورکړ چې د عراق د اتحاد ټینګ ساتلو لپاره به هر ګام پورته کړي او د عراقي کردانو له مشرانو سره جدي خبرې وکړي.
خو د عراق په پارلمان کې کرد وکیلان پرون سې شنبه د رأیې اچونې تر پېل مخکې، د پارلمان له غونډې ووتل.
ټاکل شوې چې د سپټمبر په ۲۵مه د عراقي کردانو په خودمختاره سیمه کې له عراقه د جلا کېدو پرامکان ټولپوښتنه وشي.
خو دا پلان د عراق، ایران او ترکیې د حکومتونو له سخت اعتراض سره مخامخ شوی دی.
دا هېوادونه وېره لري چې په عراق کې د داسې ګام پورته کېدل به، د هغوی په اقلیت کردانو کې د بېلتون غوښتني حرکتونه پیاوړي کړي.
امریکا او اروپايي اتحادیې هم له دې ټولپوښتنې سره مخالفت کړی او اندېښنه یې څرګنده کړې چې دا کار به د بغداد کمزوري حکومت ته ضربه ورکړي.