افغان حکومت تیاری څرګند کړی چې د ایران او ازبکستان تر منځ د رېل ګاډي پټلۍ د نښلولو په پروژه کې به مرسته وکړي.
دا خبر پرون سې شنبه د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا، د افغانستان جمهوري ریاست د سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په حواله خپور کړی دی.
د مرتضوي په حواله، د افغانستان حکومت غواړي چې له فارس خلیج سره د منځنۍ اسیا د نښلولو په پروژه کې مرسته وکړي.
د اېرنا په حواله ویل شوي چې مرتضوي ویلي، د افغانستان او ایران ولسمشرانو په قزاقستان کې د مشرانو د وروستۍ غونډې تر څنګ په جلا کتنه کې موافقه کړې چې د تجارت، ټرانزیټ او د رېل ګادي په پروژو کې همکاري سره وکړي.
اېرنا ددې پروژې نور جزیات نه دي څرګند کړي.