فريدزى: په فلوريدا کې وضعيت د عادي کېدو خوا ته روان دى

د امريکا په فلوريدا ايالت کې د وروستي توفان څپې کمزوري شوي او په دغه ايالت کې وضعيت د عادي کېدو خوا ته روان دى.

په لسګونو زره کسان د توفان پر مهال له دغه ايالت څخه وتلي وو، چې اوس بېرته ورته په راستنېدو دي.

خان فريدزى د فلوريدا ايالت په ميامي ښار کې مېشت دى، چې د توفان پر مهال يې له خلکو سره په بشري مرستو کې هم همکاري کړې ده.

صالح محمد صالح ورڅخه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، چې توفان څنګه حالت راوستلى دى؟

Your browser doesn’t support HTML5

د فلوريدا ايالت په ميامي ښار کې له مېشت افغان خان فريدزي سره مرکه