د پکتیا اوسېدونکي: په مرکز ګردېز کې ښاري ککړتیا ستونزې زیاتې کړي

د پکتيا مرکز ګردېز ښاريان په ښار کې د کثافاتو په وخت نه پورته کېدو او ډېرېدو له امله شکايت کوي، وايي چې د ښار په مرکزي ساحو کې د کثافاتو ډېروالي دوی ته ناروغۍ پيدا کړې دي.

ګردېز ښاريان د کثافاتو په ډېروالي کې د پړې ګوته ښاروالۍ ته نيسي او وايي چې په ښار کې ډېر وخت د کثافاتو شتون او پاتې کېدل، د خلکو د ستونزو باعث کېږي.

خو د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد په ښار کې په خپل وخت د کثافاتو د پورته کېدو خبره کوي او وايي چې دوی هر وخت له ښاره کثافات لرې، پرتو ساحو ته وړي او د کثافاتو په برخه کې له ښاريانو ګيله کوي چې ګوندې ښاریان کثافات هغو ساحو ته نه انتقالوي، کومې چې ښاروالۍ ټاکلي دي.

د ښاروال په خبره، ښاریان کثافاتيا په ويالو کې غوځوي او يا يې د دوکانونو مخو ته اچولي وي.

ښاغلی خالد دا نه مني چې په ښار کې دې ډېرۍ ډېرۍ کثافات پراته وي، خو وايي د ښار د وضعيت ښه والي لپاره يې د کثافاتو انتقالېدو لپاره یې زيات شمېر نوي کسان استخدام کړي او لا هم هڅه کوي چې د ستونزو هوارولو لپاره، جدي اقدامات وکړي.