پاکستاني پولیس د یوې ځوانې جوړې د مرګ فیصله کوونکې شورا لټوي

د پاکستان پولیس د یوې قومي شورا د شااوخوا ۳۰ غړیو لټون پیل کړی چې د برېښنا په زرېعه یې د یوې ځوانې جوړې د وژلو فیصله کړې وه. دغه ځوانه جوړه، ۱۷ کلن هلک او ۱۵ کلنه نجلۍ، له خپلو کورنو تښتېدلي وه چې د ناموسي وژنو د دود په ترڅ کې د خپلو کورنیو له خوا ووژل شول.

پولیسو ویلي چې دواړه قربانیان په قوم پښتانه او په کراچۍ کې اوسېدل او په تېره اګست میاشت کې یو ځای سره تښتېدلي وو.

کله چې د هغوی کورنۍ د غه قضیه د قومي شورا مخې ته ږدي، هغوی فیصله کوي چې دواړه دې د برېښنا په زرېعه ووژل شي.

د دغې فیصلي له مخې، دواړه پر چپرکټونو تړل شوي او د کورنیو د غړیو له خوا د برېښنا په زرېعه وژل شوي دي.

سره له دې چې دواړو کورنیو موافقه کړې وه چې هلک او نجلۍ دې واده سره وکړي، خو قومي شورا د دغه واده له منلو ډډه کړې وه.

پولیسو وویل، د دواړو قربانیانو پلرونه او ترونه نیول شوي، خو د قومي شورا غړي تښتېدلي او پټ شوي دي.