د افغانستان د چاپیریال ساتنې د څار بنسټ وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون د زیان تر کرښې لاندې دي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې د څار او د اقلیم په برخه کې د نن عمل بنسټ، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو منفي تأثیرات د اندېښنې وړ بولي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د دغو بنسټونو مسؤلین له حکومته غواړي چې د ځمکې د ګرمښت د منفي تأثیراتو په وړاندې د مبارزې لپاره هر اړخېز پروګرامونه او مېکانیزمونه جوړ او د دغه پدیدې له خطرونو څخه اغېزمن خلک خوندي کړي.
د اقلیم په برخه کې د نن عمل د پروګرامونو رئیس عظیم دوستي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه جوړې شوي بحث ته وویل، د اقلیمي بدلونو د منفي تأثیراتو سره د اغېزمنې مبارزې لپاره د سکتوري ادارو ترمنځ ګډې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده.
دی وايي:
"د زیاتره سکتوري ادارو رئیسان او مسؤلین دلته حضور لري، اړتیا دا ده چې موږ په ګډه يوه داسې هر اړخېزه او ځانګړي تګلاره رامنځته کړو چې د اقلیمي بدلونو په وړاندې ځواب ویونکې وي."
ښاغلی دوستي وايي، دا چې افغانستان يو کرنیز هېواد دی او د زیاترو خلکو ژوند په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی، نو د اقلیمي بدلونو منفي اغېز د خلکو په اقتصاد هم تأثیر کوي چې له امله يې په هېواد کې د فقر کچه هم لوړېدای شي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې د څار بنسټ د معلوماتو له مخې د حرارت د درجې په لوړېدو او د ځمکې د ګرمښت له امله کرنیز محصولات په ځانګړي توګه د حبوباتو حاصلات کمېږي چې دغه چاره په ټولنه کې د فقر لامل کېږي.
د دوی په خبره افغانستان د اقلیمي بدلونو د زیانونو له پلوه ډېر اغېزمن خو د دغو بدلونو د منفي تاثیراتو سره د مبارزې په برخه کې ډېر وروسته پاتې او کمزروی هېواد دی.
په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ولسمشر سلاکارعباس بصیر چې د اقلیمي بدلونونو په دغه بحث کې يې ګډون درلود وویل، سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلونو له پلوه له د ډېرو زیانمنو هېوادونو څخه دی خو د دغو زیانونو د مخنیوي لپاره لازم ظرفیت نهلري.
ښاغلي بصیر زیاته کړه:
"افغانستان يو له ډېرو زیانمنو هېوادونو څخه دی په داسې حال کې چې د دغه پدیدې سره مبارې لپاره ډېره کمه امادګي لري، د يوه امریکايي پوهنتون د څېړنو له مخې افغانستان د اقلیمي بدلونو په وړاندې د اسیا په کچه له ډېرو زیانمو او د نړۍ په کچه له ۱۴ هېوادونو څخه دی، خو له نیکه مرغه په دې برخه کې يو څه اقدامات شوي خو کافي نهدي موږ باید په دې برخه کې لا ډېر اقدامات وکړو. "
بلخوا د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، د افغانستان دولت له تېرو اتو کلونو راهیسې د اقلیمي بدلونو سره د مبارزې لپاره يو لړ ځانګړي مېکانیزمونه په پام کې نیولي او دغه چاره د کورنیو او بهرنیو متخصصنو په همکارۍ پرمخ وړل کېږي.
راپور: واصل وصال