د اوکراین امنیتي ځواکونو په لیویف ښار کې هغه هوټل ته د ننوتو لاره بنده کړه چې د ګرجستان پخوانی ولسمشر او د اوکراین د ادیسه پخوانی والي میخایل ساکاشویلي دوه ورځې مخکې د اوکراین خاورې ته له ننوتو وروسته پکې اوسي.
د ساکاشویلي د نوي ځواک په نوم د اپوزېسیون ګوند یوه غړي ویلي چې پولیس او پوله ساتونکي نن سې شنبه سهار وختي دغه هوټل ته ورغلل او ګومان کېږي چې هغه ته به یې د اوکراین خاورې ته په غیرقانوني توګه د ننوتو مکتوب سپارلی وي.
پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ساکاشویلي چې نه د ګرجستان او نه د اوکراین تابعیت لري، دوه ورځې مخکې له پولند سره پر پوله د خپلو لسګونو پلویانو پر مټ چې امنیتې موانع یې مات کړي وو، اوکراین ته واوښت.
کله چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو، ساکاشویلي د ادیسه د سیمې د والي په توګه وټاکه، د ګرجستان تابعیت یې له لاسه ورکړ او کله چې یې له پروشینکو سره اختلافات را پورته شول، هغه د اوکراین تابعیت ور څخه واخېست.
ساکاشویلي چې نهه کاله یې د ګرجستان د ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې، د تبلیسي له خوا د واکمنۍ په موده کې له قدرته د ناوړه استفادې او د ملکیتونو په اختلاس کې په لاس لرلو تورن شوی او د ور سپارلو غوښتنه یې کړې ده.
ساکاشویلي دغه تورونه رد کړي او هغه یې سیاسي انګېزه بللي دي.