بوسنیا کې له ۲۰ زره زیات قربانیان عدالت ته لاس رسۍ نه لري

د بخښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنېشل په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې د بوسنیا هرزګوینا​ د جګړې د جنسي زور زیاتیو له ۲۰ زرو زیات قربانیان عدالت ته لاس رسۍ نه لري.

په راپور کې د پخوانۍ یوګوسلاویا په جمهوریت کې د جګړې له پیلېدو ۲۵ کاله وروسته هغه څه چې دغه قربانیان له فزیکي ویجاړي او رواني ناوړه حالت سره مخامخ دي، د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ښځو په وړاندې د بې عدالتي خنډونه موجود دي او لازم خدمات چې له قانوني پلوه د هغو مستحق ګڼل شوي، ورته نه رسېږي، غندل شوي دي.

د امنیستي انټرنیشل د اروپا د برخې مرستیال ګاوري فون ګولیک وویل، څه باندې دوه لسیزې د جګړې له ختمېدو وروسته تر اوسه په لسګونو زره ښځې په بوسنیا کې په یوه بدحالت کې ژوند کوي، ډېر کم روغتیایي خدماتو او روانې او مالي مرستو ته لاس رسۍ لري.

د بوسنیا هرزیګونیه په جګړه کې چې د ۱۹۹۲ نه تر۱۹۵۹ کال پورې یې دوام وکړ، شاوخوا سل زره کسان وژل شوي او له دوو میلیونو زیات وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.