د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا پر ضد رأیې ورکړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د شمالي کوریا د شپږمې اټمي ازموینې په ځواب کې د دې هېواد پر ضد نورو سختو بندیزونو ته رأیې ورکړې.

د دې نوېو اقداماتو له مخې د شمالي کوریا پر نساجي تولیداتو بندیز لګول کېږي او همدا راز د دې هېواد د اومو تیلو صادرات بندېږي.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې دا نهم ځل دی چې پر شمالي کوریا د دې هېواد د بالسټیک توغندیو او اټمي پروګرامونو له کبله بندیزونه لګول کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلې وویل چې د دې بندیزونو په نتیجه کې به د شمالي کوریا د حکومت په کلنیو عوایدو کې ۸۰۰ میلیونه ډالر کموالی راشي.