چارواکي: د نورستان برګيمټال کې جګړه تېر ماښام پای ته رسېدلې

د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي چې په برګيمټال کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه تېر ماښام پای ته رسېدلې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته ویلي چې په دغه جګړه کې پنځوس مخالفین وژل شوي او ۲۵ نور تپیان دي.

خو وسله والو طالبانو او کومې خپلواکې سرچینې تر اوسه دا مرګ ژوبله نه ده تائید کړې.

د نورستان والي په وینا، په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کمه ده.

د نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې دغه جګړه د دوشنبې په سهار څلور بجې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ هغه پیل شوې وه.