د کریمیايي تاتارانو مشهور مشر چیګوز په ۸ کاله بند محکوم شو

د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکراین په کریمیا سیمه کې یوې محکمې د کریمیايي تاتارانو مشهور مشر اختیم چیګوز "Akhtem Chiygoz" په ۸ کاله بند محکوم کړ.

د بخښنې نړیوالې ټولنې یا ایمنسټي انټرنشنل د نوموړي محاکمه شرموونکې بللې ده.

د سیمفیرپول ښار سیمه ییزې محکمې پرون دوشنبه چیګوز په دغه ښار کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې د غیرقانوني مظاهرې د تنظیمولو په جرم محکوم کړ.

د چیګوز مدافع وکیل نیکولای پولوزوف رویټرز تلویزیون ته وویل چې دا سزا غیرقانوني ده ځکه چې چیګوز د اوکراین تبعه و او هلته دا ډول هڅې جرم نه ګڼل کېږي.

ده په عین حال کې وویل:

"له دې حقیقت سره سره چې دی کاملاً بې ګناه دی، موږ اټکل کاوه چې روسي چارواکي به دی مجرم اعلان کړي، موږ دې پېښې ته تیار یو. دی غښتلی شخصیت دی او د ځان د خلاصون لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي ځکه چې د ده په وینا دا پرېکړه د ده پر ضد نه بلکې د کریمیا د ټول تاتار ملت پر ضد ده."

ده همدا راز وویل، هڅه به وکړي چې چیګوز اوکراین ته وسپارل شي.