د ایرما توپان د شدت اندازه پرون دوشنبه یو ته راټیته شوه.
د دې توپان شدت وروسته له دې لږ شو چې مخه یې د ټامپا د ساحلي سیمې د شمال لور ته واوښته.
دې توپان چې ۶۴۰ کیلو متره پراخه ساحه یې وځپله، ۶ میلیون کورونه له بریښنا بې برخې کړي او ډېر نور زیانونه یې اړولي دي.
ایرما توپان د روانې اوونۍ په پیل کې چې شدت یې ۴ و، د کیوبا او کارائب ټاپوګانو زیاتې برخې زیانمنې کړې.
پرون د دغه توپان شدت کم شو خو لا هم په ځپل شوېو سیمو کې تېز باد او باران دوام لري.