د هند د بهرنیو چارو وزیرې د افغان کرکټ ملي ټیم وستایه

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وستایه.

مېرمن سوارج د دوشنبې په ورځ د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره د هند او افغانستان د ستراتیژیک مشارکت شورا له ګډونه وروسته افغان کرکټ لوبغاړي د افغانستان د خلکو د لوړې روحیې سمبولونه وبلل.

هند خپل یو لوبغالی د افغانستان د کرکټ ټیم ته ځانګړی کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وروستۍ کالنۍ غونډه کې افغانستان او آیرلنډ ته بشپړ غړیتوب ورکړ او له دې سره د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو شمېر ۱۲ ته زیات شو.