د مکسیکو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې هېواد په جنوبي سيمو کې د وروستۍ زلزلې له امله د مړو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د چارواکو په وینا، زلزلې په اوکساکا «Oaxaca» ایالت کې ۷۱، په چیاپاس ایالت کې ۱۵ او په تاباسکو کې ۴ کسان وژلي دي.
د پنجشنبې په ورځ د ريښتر په مقياس ۸ اعشاريه ۲ درجې سختې زلزلې د مکسیکو جنوبي سیمې ولړزولې.