د اوکراين په کريميا سيمه کې چې د روسيې په کنټرول کې ده، يوې محکمې د کريميا د تتاريانو وتلى سياسي مشر اختم چايګاز په اته کلن بند محکوم کړ.
محکمې نن دوشنبه د دې سيمې په مرکز سيم فيروپول کې چايګاز وروسته له هغې په بند محکوم کړ چې په سيم فيروپول کې يې د ٢٠١٤ میلادي کال کې د غيرقانوني مظاهرې په تنظيم مجرم وپېژاند.
دغه سياسي مشر د کريميا د تتاريانو د اسمبلۍ يا مجلس رهبر و، خو کله چې مسکو د اوکراين دغه قلمرو په خپلې خاورې پورې وتاړه، دغه اسمبلۍ د روسيې له خوا غيرقانوني اعلان شوه.
دى د ٢٠١٥م کال په جنورۍ مياشت کې پر کريميا د روسيې د تپل شويو چارواکو له خوا ونيول شو.
د بشري حقونو ډلې وايي، د چايګاز محاکمه د کريميا د هغو اوسېدونکو پر خلاف چې د روسيې له خوا د دې سيمې د لاندې کولو مخالف دي، د غچ اخېستنې د روان کمپاين يوه برخه ده.