ملګرو ملتونه: تهران د نړۍ له ۶ هېوادونو سره د موافقې شرايط رعايتوي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اداره وايي چې تهران د نړۍ له شپږو پياوړو هېوادونو سره د شوې موافقې شرايط رعايت کوي.

دغه اداره دا څاري چې ايا ايران د دې اټومي موافقې شرايط رعايت کوي که څنګه؟

د اټومي انرژۍ د ادارې مشر يوکيا امانو نن دوشنبه په ويانا کې د دې ادارې د يوې غونډې په پيل کې وويل، هغه شرايط چې ايران ورباندې سلا کړې وه، رعايت شوي دي.

خو واشنګټن په داسې حال کې پر دې ارزونې شک څرګند کړى چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پر دې غور کوي چې پر ايران نور فشار زيات کړي، که څنګه؟