ولسي جرګه: افغان ځواکونه دې پر مخالفینو خپل فشارونه زيات کړي

د ولسي جرګې رئيس له افغان امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د دولت پر وسله‎والو مخالفینو خپل فشارونه زيات کړي.

عبدالروف ابراهيمي نن د جرګې په عمومي غونډه کې وويل، امنيتي ځواکونه دې په خپل فشار سره وسله‎وال مخالفینو د سولې مذاکرو ته اړ کړي:

"د افغانانو په استازيتوب د دغو ځواکونو له رهبرۍ غوښتنه کوم چې پر مخالفینو پوځي فشارونه زيات کړي چې بالاخره مذاکرو ته غاړه کښېږدي. "

د ولسي جرګې رئيس وويل، پردۍ ډلې چې سوله ورته مهمه نه‎ده، بايد نابودې او وځپل شي.

د ولسي جرګې غړو د دوبي له رخصتيو وروسته نن خپل کار رسماً پيل کړ.